یکشنبه, مې 31, 2026
Homeافغانستاند طالبانو او روسیې تر منځ د تړون ګټې او تاوان!

د طالبانو او روسیې تر منځ د تړون ګټې او تاوان!

لیکوال: شاه محمود میاخیل

که څه هم د طالبانو او روسیې تر منځ د تړون محتوا پټه ده، د حقوقي اړخه دا ډول تړونونه د یو غیر مشروع او غیر قانونمند حاکمیت سره حقوقي ارزښت نه لري، خو په سیمبولیک ډول دغه ډول تړونونه په اوس وخت کې د افغانستان په ګټه نه دي. افغانستان بیا د سیمې او نړۍ د رقابتونو مرکز ګرځي.

په دې بحث نه کوو چې په تیرو پنځو لسیزو کې څه وشول. چپي سیاسي مشران او احزاب، د اسلام په نوم جنګي ډلې او حکومتونه، څنګه د شرق او غرب د نفوذ او ګټو لپاره افغانستان او هم پخپله قرباني شول. څنګه د دې ډلو او احزابو مشرانو او غړو د خپل هیواد د ورانولو پروژې په شوق او ذوق سره عملي کولې او څنګه یې اسلامي او غیر اسلامي شعارونه د خپلو خلکو د وژلو لپاره ورکول.

د ملامت او سلامت خبیثه دایره باندې جلا جلا بحثونه شوي او کیږي به. د هر دور په ښو او بدو باندې جلا جلا قضاوت کیږي او د یوې دورې بد د بلې دورې بدو ته برئت نشي ورکولې.

راځو اوسني حالت ته.

د روسانو یا نورو هیوادونو سره د ستراتیژیک تړونونو امضا کول او اړیکې ساتل د هر هیواد حق دی خو خبره دا ده چې ایا دا تړونونه د افغانستان د ګټو او ثبات په خاطر دي که افغانستان یو ځل بیا به د نورو د ګټو لپاره قرباني کیږي او یوازې یو څو کسه او یوه ډله به د دغه تړونونو او اړیکو نه مقطعي ګټه تر لاسه کوي؟

پخوا مې هم یادونه کړې که د دنیا جیوپالیټیکس ته نظر واچول شي، افغانستان باید د هیڅ یو هیواد سره ستراتیژیک تړونونه امضا نه کړي ځکه پدغه تړونونو د افغانستان په خیر نه دي ځکه نور هیوادونه دا تړونونه د افغانستان د ګټو په خاطر نه امضا کوي بلکې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په خاطر دا لوبې کوي. روسیه په دې وخت کې نشي کولې او نه واقعا غواړي چې د افغانستان سره مالي او پوځي مرستې وکړې شي.

بل سوال دا دی چې ایا روسیه د افغانستان ستراتیژیک دوست هیواد دی که نه؟ که دوست هیواد وي، نو بیا د طالبانو یا افغانستان مقابل لورې سترانیژیک دښمن هیواد کوم یو دی؟ کله چې یو هیواد ستراتیژیک دوست وي، بیا ته اړیکې د بل ستراتیژیک دښمن هیواد د ضرر د دفع په خاطر امضا کوي. دا خبره بېمنطقه ده چې طالبان وایي چې دوی د هر هیواد سره که وغواړي تیار دي چې مشابه تړونونه امضا کړي. نور هیوادونه د افغانستان غوندې بېمنطقه خبرې نه کوي او نه د دنیا هیوادونه افغانستان ته محتاجه دي چې د طالبانو سره تړونونه امضا کړي. طالبان دا خبرې یوازې په دې خاطر کوي که دوی دا ډول تړونونه امضا کړي، نو دوی به نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي.

خو زما په اند، دا ډول تړون، نور هم د نړیوال مشروعیت مسله د دوی لپاره مغلقه کوي او نړیوال مشروعیت نشي تر لاسه کولې. د افغانستان نړیوال مشروعیت په اوله برخه کې د افغانانو د ولسي مشروعیت پورې تړاو لري. که ولسي مشروعیت نه وي، نړیوال مشروعیت نشي تر لاسه کیدلې او که تر لاسه هم شي، اهمیت نه لري.

که خبره د شف شف نه وکاږو، تر څو چې امریکا طالبان په رسمیت ونه پیژني، زیات هیوادونه افغانستان په رسمیت نه پیژني. د ملګرو ملتونو په کچه د امریکا رول مهم دی ځګه امریکا د ویتو رایه لري. که څه هم روسانو او چین تر یوه حده، طالبان په رسمیت پیژندلي، خو تر د امریکا د رایه نه په غیر نشي کولې یا نه غواړي چې د طالبانو مشران د ملګرو ملتونو د تور لست نه وکاږي. تر څو چې د طالبانو مشران، د ملکرو ملتونو د تور لست نه وتلي نه وي، طالبان په رسمیت نه پیژندل کیږي. امریکا او اروپا د طالبانو موجوده حاکمیت چې په کوم شکل روان دی، هیڅکله په رسمیت نه پیژني.

ولې دا ډول تړونونه په اوس وخت کې د افغانستان په ګته نه دي؟
ځکه افغانستان نشي کولې چې لس هندوانې په یوه لاس کې ونیسي. که یوه هندوانه په لاس کې نیسي، نورې ترې غورځیږي. ایا دا امکان لري چې عیني تړون افغانستان د پاکستان او هند سره امضا کړي؟ ایا دا امکان لري چې عین تړون د اوکراین سره امضا کړي؟ یا عینې تړون د امریکا، عربو، اروپا، اسرایلو، چین او ایران سره امضا کړي؟

نه دا هیڅ امکان نه لري ځکه هر هیواد د یو بل په ضد متضادې ګټې لري. افغانستان د سیمې او دنیا په دغه لویو لوبو کې وړوکۍ او ضعیفه هیواد دی او ژر د نورو د ګټو او رقابتونو قرباني کیدلې شي. داسې تړونونه هغه وخت یو هیواد امضا کوي چې د ستراتیژیک دوست او دښمن نه واضحه تعریف موجود وي.

که په اوس وخت کې افغانستان د هر هیواد سره ستراتیژیک تړونونه امضا کوي، د افغانستان لپاره هیڅ ګټه نه لري. په دې هم بحث نه کوو چې د یو مشروع او غیر قانونمند حاکمیت تړونونه حقوقي ارزښت لري او که نه.

په اوس وخت کې د افغانستان لپاره دا مهمه ده چې په خپلو داخلي مسایلو او ولسي مشروعیت فکر وکړي. د طالبانو او هم د افغانستان د هر حکومت پالیسي باید دا وي چې افغانستان به هیچا ته تهدید نه وي او هم د نورو هیوادونو نه باید وغواړي چې په عوض د دې چې افغانستان د سیمې او نړۍ د رقابتونو مرکز شي، ښه به دا وي چې افغانستان د سیمې او نړۍ د همکارې مرکز شي. خو دا اطمینان سیمې او نړۍ ته هغه وخت ورکول کیدلې شي چې په افغانستان کې مشروع، ولسواکه او قانونمند نطام موجود موجود وي. د پټ او نامعلومه مشر په موجودیت کې سیمه او نړۍ هم د افغانستان سره یوازې استخباراتي معاملې او لوبې کوي او دا پټې او استخباراتي لوبې د افغانستان په خیر نه دي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here