نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې د نړیوال اقتصاد د ودې کچه ښايي د پخوانیو اټکلونو پرتله ټیټه پاتې شي.
د راپور له مخې، روانې جیوپولیټیکي شخړې، د سود لوړې کچې او د انرژۍ د بیو بېثباتي د نړۍ پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.
د نړیوال بانک راپور زیاتوي، چې پرمختیايي هېوادونه د پورونو د زیاتوالي او د پانګونې د کمښت له امله له اقتصادي فشار سره مخ دي.
نړیوال بانک له هېوادونو غوښتي چې د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي اصلاحاتو لپاره ګډ اقدامات وکړي، څو د احتمالي اقتصادي رکود مخه ونیول شي.
اقتصادي شنونکي وايي، که نړیوال وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د خوراکي توکو او سونګ بیې به نورې هم لوړې شي، چې اغېزې به یې په ځانګړي ډول پر بېوزلو هېوادونو زیاتې وي.

