د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ احتمالي هوکړه لا هم پر مخ روانه ده.
د رویټرز د راپور له مخې، روبیو ویلي د ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو وړتیا او د اټومي مسایلو په اړه د حقیقي او مهمو مذاکراتو لپاره یو نسبتاً قوي وړاندیز پر مېز پروت دی.
هغه زیاته کړې، امریکا هیله لري چې دغه طرحه عملي شي او دا چې د خلیج هېوادونه او نړیواله ټولنه هم تر ډېره د دې ملاتړ کوي.
مارکو روبیو ویلي، ډېری هېوادونه پوهېږي چې دغه اقدام نه یوازې منطقي، بلکې د نړۍ لپاره سم کار هم دی.
روبیو، چې هند ته د سفر پر مهال یې خبریالانو سره خبرې کولې، ټینګار کړی چې ډونالډ ټرمپ د هوکړې لپاره بېړه نه لري او “بد تړون” به ونه مني.
هغه زیاته کړې، امریکا به مخکې له دې چې نورو انتخابونو ته مخه کړي، ډیپلوماسۍ ته د بریا فرصت ورکړي.

