یکشنبه, مې 24, 2026
Homeکورپاڼهاکسیوس:ایران د اټومي وسلې نه جوړولو او د یورانیمو د غني‌کولو د...

اکسیوس:ایران د اټومي وسلې نه جوړولو او د یورانیمو د غني‌کولو د ځنډ ژمنه کړې

اکسیوس د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي تفاهم د یادښت په مسوده کې ایران ژمنه کړې چې د اټومي وسلې د جوړولو هڅه به نه کوي او د یورانیمو د غني‌کولو د پروګرام د ځنډولو او د لوړ غني شوي یورانیمو د زېرمو د لرې کولو په اړه به خبرې کوي.

د دوو باخبره سرچینو په وینا، ایران د منځګړو له لارې امریکا ته شفاهي ډاډ ورکړی چې د غني‌کولو د ځنډولو او د اټومي موادو د سپارلو په برخه کې به مشخص امتیازات ومني.

د راپور له مخې، امریکا به د ۶۰ ورځنۍ مودې پر مهال د بندیزونو د کمولو او د ایران د شتمنیو د ازادولو په اړه خبرو ته غاړه کېږدي؛ خو د دغو اقداماتو عملي کېدل به یوازې د یوې وروستۍ او د باور وړ هوکړې له تصویب وروسته ترسره شي.

اکسیوس زیاته کړې چې هغه امریکايي ځواکونه چې په وروستیو میاشتو کې سیمې ته استول شوي، د همدې ۶۰ ورځنۍ مودې پر مهال به په سیمه کې پاتې شي او یوازې د وروستۍ هوکړې په صورت کې به شا تګ وکړي.

د تفاهم د یادښت په مسوده کې دا هم ویل شوي چې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ جګړه به په لبنان کې پای ته ورسېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here