د طالبانو حکومت د کابل د امنیه قومنداني پخوانی ویاند «جنرال» مبین د قامي لویې جرګې په اړه لیکلي، چې د کرغېړنې کرښې ختمولو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.
مبین لیکلي، چې د پښتنو پر سینه تېر شوی تار به له منځه ځي او ویشل شوي قومونه به یو بل ته د مینې غیږه ورکوي.
نوموړی زیاتوي، نه به ویزه وي، نه پاسپورټ نه به کرښه وي، نه کنډه تار.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه هیڅ طالب چارواکي د قامي جرګې په اړه کومه تبصره نه ده کړې او نه کوم طالب چارواکي له دغې جرګې ملاتړ کړی.

