یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د کانونو وزارت د عوایدو رئیس محمد رسول عقاب حنفي د اداري فساد په تور نیولی دی.
سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وایي، چې نوموړی د سرې میاشتې د اوسني رئیس او د کانونو وزارت پخواني وزیر شیخ شهاب الدین دلاور ته نږدې وو، او ښایي د دسیسې ښکار شوی وي.
که څه هم تردې وړاندې عقاب حنفي د کانونو وزارت څخه یو ځل له دندې ګوښه شوی وو او د سرې میاشتې د مطبوعاتو د مشر په توګه یې دنده پیل کړې وه، خو د ناڅرګند دلیل له امله له اونۍ کار وروسته بیرته کانونو وزارت کې خپلې دندې ته ستون شوی وو.
دیني عالم قاري عیسی محمدي په خپلې ایکسپاڼې لیکلي چې طالب استخباراتو عقاب حنفي د غلا په تور نیولی.
عقاب حنفي په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو سخت ملاتړی وو او وخت ناوخته یې خپلو مخالفینو ته په پیغوریزه ژبه د «کمپ میشتو» او په ګڼو نورو توهین امیزه نومونو یادونه کوله.

