د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د دوی او ایران ترمنځ د کېدونکې احتمالي هوکړې شنه څراغونه لیدل شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د امریکا او ایران ترمنځ د یوې احتمالي هوکړې لپاره «ځینې مثبتې نښې» شته، خو خبرداری یې ورکړی چې لا هم د دواړو لوریو ترمنځ مهم اختلافات پر خپل ځای پاتې دي.
روبیو په میامي کې خبریالانو ته ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د «ښه او دوامداره تړون» هیله لري، خو که خبرې ناکامې شي، امریکا «نور انتخابونه» هم کارولی شي.
روبیو ویلي، که ایران د هرمز تنګي لپاره د تګ راتګ د فیس یا کنټرول سیستم عملي کړي، نو دا به د هر ډول دیپلوماتیکې هوکړې مخه ونیسي.
بل لور، ایران هم څو ورځې وړاندې امریکا ته د سولې او هوکړې لپاره یو نوی ۱۴ مادهییز وړاندیز لېږلی چې په کې د بندیزونو نرمول او د اټومي فعالیتونو په اړه بحث شامل دی.
شنونکي په دې باور دي چې که څه هم له یو بل سره ښکېل هېوادونه د جګړې پر ځای خبرو ته ډېر لېوالتیا دي، خو د اټومي فعالیتونو او سیمه ییز امنیت په اړه ژور اختلافات لا هم د هوکړې پر وړاندې خنډونه دي.
راپورونه ښیي چې هوکړې ته د رسېدو لپاره د خبرو اصلي تمرکز د ایران اټومي پروګرام، د یورانیمو غني کول او د هرمز تنګي امنیت دی.

