په دې وختونو کې د امریکا او ایران تر ټولو ښه یار او دوست هم چین ته سفر لري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به د مې میاشتې له ۲۳مې تر ۲۶مې نېټې چین ته رسمي سفر وکړي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د مارچ میاشتې په وروستیو کې، په منځني ختیځ کې د کړکېچونو د کمولو لپاره د هڅو په لړ کې بیجینګ ته تللی و.
د ایران او امریکا ترمنځ د جګړه ایز او سیاسي اړو و دوړ سره هم مهاله په دې وروستیو کې د نړۍ د مهمو سیاسي مشرانو مخه چین ته ور ماته شوې او د سفرونو مهم مرکز یې ګرځېدلی.
په تېره یوه اونۍ کې هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او هم د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته سفر درلود چې سفرونو یې په نړیواله کچه حاشیې جوړې کړي.

