ایراني بېړۍچلوونکي چې تېره اوونۍ د سنګاپور ساحل ته نږدې د امریکایي ځواکونو لهخوا د یوې بېړۍ تر نیول کېدو وروسته پاکستان ته لېږدول شوي وو، نن بېرته تهران ته ستانه شول.
د ایران ایرنا رسمي خبري اژانس د اسلاماباد له قوله راپور ورکړی چې ۲۰ ایراني عملې د ایران په یوې مسافر وړونکې الوتکه کې له اسلاماباد څخه تهران ته روانه شوه.
د راپورونو له مخې، د دغو ایراني بېړۍچلوونکو او ۱۱ پاکستاني عملې خوشې کېدل د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پاکستان او سنګاپور د چارواکو ترمنځ له پراخو ډیپلوماتیکو هڅو وروسته ممکن شول.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر مخکې اعلان کړی و چې هغه ایراني او پاکستاني عمله چې د امریکا له لوري د بېړۍ تر نیول کېدو وروسته د سنګاپور په اوبو کې پاتې شوې وه، د بېرته ستنولو پروسه یې بریالۍ شوې ده.
د هغه په وینا، دغه کسان لومړی له تایلنډه اسلاماباد ته انتقال شول او وروسته خپل هېوادونو ته واستول شول.

