پنجشنبه, مې 21, 2026
Homeکورپاڼهپه سپینه ماڼۍ کې د ایران په اړه غونډه کې سخت اختلافات؛ډونالډ...

په سپینه ماڼۍ کې د ایران په اړه غونډه کې سخت اختلافات؛ډونالډ ټرمپ له تهران سره د مذاکراتو دوام تایید کړ

د اسرائیل هيوم ورځپاڼې د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې هغه غونډه چې د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ایران په اړه ترسره شوه، له سختو اختلافاتو او تاوتریخوالي سره مخ شوه؛ خو په پای کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړې او بهرنیو چارو وزیرانو د دریځ خلاف، او د جی‌ډي‌ ونس او خپلو ځانګړو استازو له نظر سره سم، له ایران سره د خبرو دوام تایید کړ.

ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د دفاع وزیر پيټ هګسټ باور درلود چې په اوسني پړاو کې، پرته له دې چې پر ایران جدي فشارونه واچول شي — لکه د پوځي برید ګواښ او د اقتصادي بندیزونو زیاتوالی — له ایران څخه امتیاز اخیستل ناشوني دي.

په مقابل کې، د امريکا مرستيال ولسمشر جی‌ډي ونس استدلال کړی چې د تهران وروستی وړاندیز د انعطاف نښه ده او کولای شي د لومړني تړون لپاره زمینه برابره کړي.

سرچینو ویلي چې د ټرمپ ځانګړو استازو، سټیو ويتکاف او جرد کوشنر هم په دې بحث کې د ونس له دریځ ملاتړ کړی.

د راپور له مخې، دغو استازو له غونډې مخکې د قطر، عمان او سعودي عربستان له مشرانو سره خبرې کړې وې.

اسرائیل هیوم لیکلي چې د غونډې فضا هغه وخت لا پسې توده شوه، کله چې ټرمپ پر ونس او خپلو استازو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د هغوی نرم دریځ ایران ته وخت ورکوي او د امریکا او د ولسمشرۍ ادارې اعتبار ته زیان رسوي.

په ځواب کې، ونس په کلکه وویل چې حکومت باید د پوځي شخړو د پای ته رسولو، د امریکايي سرتېرو د بېرته راستنولو، د تېلو د بیو د راکمولو او د امریکا پر کورنیو ستونزو د تمرکز کولو هڅه وکړي.

سرچینو ویلي، د ونس دغه ځواب په غونډه کې ناست کسان حیران کړل.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here