د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترمنځ یو مهم ټیلیفوني تماس شوی، چې د دواړو لورو ترمنځ یې د ستراتیژیکو مسایلو پر سر بحثونه راپارولي دي.
راپورونه وایي، دغه تماس چې د سهشنبې په ماښام ترسره شوی، تر نیم ساعت زیات یې دوام کړی او د منځني ختیځ د وروستیو ترینګلتیاوو په ځانګړي ډول د ایران د احتمالي رول په اړه خبرې پکې شوې دي.
که څه هم رسمي بیان نه دی خپور شوی، خو اسرائیلي رسنۍ ادعا کوي چې دواړو مشرانو د راتلونکو احتمالي بدلونونو او د سیمهییزو شخړو د بیا زیاتېدو د خطر پر سناریو هم نظرونه تبادله کړي دي.
په ورته وخت کې، راپورونه زیاتوي چې د ټرمپ د راتلونکو بهرنیو سفرونو، په ځانګړي ډول چین ته د سفر د ممکنه اجنډا ځینې برخې هم په دې تماس کې یادې شوې دي.

