یوې امنیتي سرچینې خبر ورکړی چې د احمدشاه خان ادزوی په نوم یو ځایي قومي مشر تېره شپه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د کلمتر سیمې کې د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، د یاد کس له نښه کولو وروسته وسلهوال له سیمې په تېښته بريالي شوي.
د طالبانو حکومت ځايي چارواکو ويلي چې امنیتي ادارو د برید د عاملینو د پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، او د پېښې د انګېزې په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

