د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپرېدي د پنجاب حکومت له لوري دې صوبې ته د غنمو او اوړو پر لېږد لګېدلی بندیز غندلی او ویلي یې دي چې دغه اقدام د اساسي قانون خلاف او له خېبر پښتونخوا سره «ظلم» دی.
نوموړي پېښور کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال وویل، د پاکستان د اساسي قانون د ۱۵۱مې مادې له مخې هېڅ یوه صوبه نه شي کولی د خوراکي توکو پر لېږد بندیز ولګوي.
سهیل اپرېدي وویل، د پنجاب حکومت ته یې څو ځله د غنمو او اوړو د بندیز په تړاو لیکونه استولي، خو په خبره یې، سره له دې چې فدرالي حکومت هم له موضوع خبر دی، بیا هم د پنجاب حکومت مخه نه نیول کېږي.
هغه زیاته کړه: «د خېبر پښتونخوا خلک، سره له دې چې دغه صوبه برېښنا، ګاز او نورې سرچینې برابروي، بیا هم په لوړه بیه اوړه اخلي، چې دا ناوړه چلند دی.»
سهیل اپریدي د سياېنجي (CNG) د ځنډولو پرېکړه هم وغندله او ویې ویل چې دا ډول اقدامات د خېبر پښتونخوا پر خلکو اضافي فشار زیاتوي.

