د ایران د پارلمان د کورنیو چارو کمیسیون رییس، محمد صالح جوکار ویلي چې ایران د امریکا سره د خبرو په دوهم پړاو کې ګډون نه دی کړی.
هغه ویلي چې په دې موده کې د امریکا له لوري ځینې وړاندیزونه شوي، خو ایران لا هم پر خپلو لومړنیو شرطونو ټینګار کوي.
جوکار زیاته کړې چې د ایران د مذهبي مشر مجتبی علي خامنهاي لس شرطونه د هر ډول خبرو اترو «سرې کرښې» دي.
د هغه په وینا، په دغو شرطونو کې د هرمز تنګي د کنټرول لاندې تېرېدنه، د سیمهییزو شخړو ختمول، د امریکا د پوځي ځواکونو له سیمهییزو اډو وتل، د بندیزونو لرې کول، د تاوانونو ورکول، د ایران د یورانیمو غني کولو حق منل، او په بهر کې د ایران د شتمنیو آزادول شامل دي.

