د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د انرژۍ د بیو د لوړېدو په غبرګون کې ویلي، چې اصلي اقتصادي ستونزې لا نه دي پیل شوې.
نوموړي په خپله ایکسپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي: «اوس مهال د پټرولو د بیو لوړېدل او د ونډو بازار مصنوعي لوړوالی هېر کړئ، اصلي درد هغه وخت پیلېږي چې د امریکا پورونه او د کورونو د پورونو سودونه لوړ شي.»
عراقچي زیاته کړې چې همدا اوس هم په امریکا کې د موټرو د پورونو د نه ورکړې کچه د تېرو څه باندې ۳۰ کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
د هغه په وینا، دا ټول وضعیت د مخنیوي وړ و؛ خو لازم اقدامات ونه شول.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې د منځني ختیځ کړکېچ او د انرژۍ بازار بېثباتۍ د نړیوال اقتصاد په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

