د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د چین په پلازمېنه بېجینګ کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وکتل، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې مهمه سرمشریزه پیل شوه چې ټاکل شوې تر جمعې ورځې دوام وکړي.
دغه غونډه د سوداګرۍ، تعرفو، تایوان، ایران، مصنوعي ځیرکتیا (AI) او نادرو معدني موادو په ګډون پر مهمو نړیوالو موضوعاتو راڅرخي.
د راپورونو له مخې، د امریکا یو شمېر سوداګریز مشران هم د ټرمپ په پلاوي کې شامل دي.
ټرمپ د لیدنې په پیل کې ویلي چې د امریکا او چین اړیکې به تر بل هر وخت غوره شي.
هغه زیاته کړې چې دی او شي جین پینګ له اوږدې مودې راهیسې یو بل پېژني او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري کولی شي نړیوال اقتصاد ته ثبات ورکړي.
بل لور ته، شي جین پینګ له ټرمپ سره په خبرو کې د “توسیدیدس جال” یادونه کړې؛ دا هغه اصطلاح ده چې د یوه راپورته کېدونکي ځواک او واکمن ځواک ترمنځ د شخړې احتمال ته کارول کېږي.
نوموړي پوښتنه کړې چې ایا امریکا او چین کولی شي له دې خطرناک حالت څخه ځانونه وژغوري او اړیکې د سیالۍ پر ځای د همکارۍ پر لور یوسي.
دواړو مشرانو د هرکلي رسمي مراسم هم وکتل چې د بېجینګ د خلکو په ستر تالار کې ترسره شول.

