د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي چې ترکیه او قطر ښايي د سعودي عربستان له هغه ګډ دفاعي تړون سره یوځای شي چې د پاکستان په ګډون د څو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو په چوکاټ کې جوړېږي.
هغه په یوه محلي ټلوېزیوني مرکه کې ویلي چې دا دفاعي تړون اوس د وروستي کېدو په پړاو کې دی او که ترکیه او قطر هم ورسره شامل شي، نو دا به یوه “ښه او مثبت پرمختګ” وي.
د راپور له مخې، دا نوې امنیتي همکارۍ داسې مهال رامنځته کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له امله د منځني ختیځ او سویلي اسیا امنیتي وضعیت بدل شوی او هېوادونه هڅه کوي د نویو دفاعي اتحادونو او همکارۍ لارې پیدا کړي.
دغه پلان لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی بشپړ اعلان شوی، خو د سیمهییزو رسنیو په وینا خبرې اترې روانې دي او د څو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همغږۍ احتمال زیات شوی دی.

