د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د میرعلي/میرانشاه پر سړک د فتح خېل د پولیسو پوستې ته نږدې د لورا پله د شپې ناوخته د نامعلومو وسلهوالو له لوري د چاودېدونکو توکو په وسیله الوځول شوی دی.
د امنیتي مسؤلینو په وینا، دغه برید د سیمې هغه مهمه لار پرې کړې چې د جاني خېل، میریان، بیټني او شاوخوا سیمو نږدې نیم میلیون خلک د خیبر پښتونخوا له نورو برخو سره نښلوي.
تر اوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

