د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د سرای نورنګ په ګڼه ګوڼه لرونکي بازار کې زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، او د چاودنې له امله ګڼ شمېر دوکانونه او موټرونه زیانمن شوي دي.
د پولیسو ویاند ویلي، چې په وژل شویو کې دوه د ټرافیک پولیس هم شامل دي.
نوموړي زیاته کړه چې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې چاودنه ځانمرګی برید و او که چاودېدونکي مواد د موټرسايکل یا موټر سره ځای پر ځای شوي وو.
د روغتیايي سرچینو په وینا، ځینې ټپیان په نازک حالت کې دي او د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
تر دې دمه د دغه برید مسولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

