د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د وروستي ځواب په غبرګون کې ویلي، د تهران وړاندیز «کمزوری، د منلو نه وړ او احمقانه» دی.
ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه ځینې امتیازونه ورکړي، خو دا امتیازونه بسنه نه کوي او د تهران وړاندیزونه لا هم د واشنګټن لپاره د منلو وړ نه دي.
هغه ویلي، چې د هرمز تنګي د «ازادۍ پروژې» د بیا پيل ارزونه کوي، خو تر اوسه یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، او په وینا یې د امریکا له لوري د هرمز تنګي د بېړیو هدایت به د یوه لوی پوځي عملیاتو کوچنۍ برخه وي.
ټرمپ ادعا وکړه چې «د ایران اسلامي جمهوریت به تسلیم شي» او زیاته یې کړه، که اړتیا پېښه شي، امریکا کولای شي د «ازادۍ پروژې» عملیات بیا پيل کړي، چې په هغه صورت کې به «ډېر شدید» وي.
نوموړي د بنیامین نتنیاهو هغو څرګندونو ته هم غبرګون وښود، چې ویلي یې وو هېچا د هرمز تنګي د وضعیت بشپړ اټکل نه و کړی.
ټرمپ وویل: «زه پوهېدم، زه خبر وم چې هغوی هرمز تړلی و؛ همدا یوازینۍ وسله ده چې لري.»

