د امریکا حکومت اعلان کړی چې د وینزویلا له یوې زړې اټومي څېړنیزې بټۍ څخه یې ۱۳.۵ کیلوګرامه لوړ غني شوي یورانیم ایستلي او امریکا ته یې انتقال کړي دي.
د امریکا د انرژۍ وزارت ویلي، دا عملیات د امریکا، بریتانیا او وینزویلا په ګډون ترسره شوي او دغه یورانیم د جنوبي کارولینا ایالت یوه اټومي مرکز ته لېږدول شوي دي.
د امریکا د ملي اټومي امنیت ادارې (NNSA) مشر برانډن ویلیامز ویلي، د دې موادو خوندي انتقال “د امریکا، وینزویلا او نړۍ لپاره مهمه بریا” ده او دا ښيي چې وینزویلا د نړیوالو اړیکو د بیا رغېدو په لور روانه ده.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) هم ویلي چې دغه حساس مواد د “یو پېچلي او حساس عملیات” له لارې د ځمکې او سمندر له لارې په خوندي ډول شمالي امریکا ته انتقال شوي دي.
راپورونه وایي، دا یورانیم د وینزویلا پلازمېنې کاراکاس ته نږدې له یوه څېړنیز مرکز څخه ایستل شوي و؛ هغه مرکز چې له ۱۹۹۱ کال راهیسې غیر فعال بلل کېږي.
دغه اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې د ډونالډ ټرمپ اداره له ایران څخه د لوړ غني شوي یورانیمو د ترلاسه کولو هڅې هم کوي، خو تر اوسه په دې برخه کې کومه پایله نه ده ترلاسه شوې.
له بلې خوا، د ټرمپ ادارې او وینزویلا ترمنځ اړیکې هم په وروستیو میاشتو کې بدلې شوې دي چې واشنګټن د وینزویلا له چارواکو سره اړیکې بېرته فعالې کړي او امریکايي چارواکو کاراکاس ته سفرونه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز او دیپلوماتیک تماسونه هم پراخ شوي دي.

