د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د فارس خلیج او هرمز تنګي له وروستیو پوځي نښتو وروسته، په عربي ژبه یو پیغام خپور کړی چې ګڼو شنونکو ګواښوونکی بللی دی.
بقایي په خپل پیغام کې لیکلي: «کله چې د زمري غاښونه ښکاره ووینې، دا فکر مه کوه چې زمری موسکی دی.»
دغه څرګندونې داسې مهال شوې چې په وروستیو کې د متحده عربي اماراتو د فجیرې بندر او ځینو نورو سیمو د بریدونو راپورونه خپاره شوي دي.
همداراز، د هرمز تنګي له نښتو وروسته د ایران د خاتمالانبیا قرارګاه پر امریکا او سیمهییزو لورو تورونه پورې کړي دي.
راپورونه وایي، د اماراتو هوايي دفاعي سیستمونو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د مخنیوي هڅې هم کړې دي، چې له امله یې سیمه کې اندېښنې زیاتې شوې دي.

