د ایران حکومت ویلي، امریکايي ځواکونو د ایران په ساحلي اوبو کې یوه ایراني نفت وړونکې بېړۍ او د متحده عربي اماراتو د فجیرې بندر ته نږدې بله کښتۍ په نښه کړې ده.
ایراني چارواکو ادعا کړې چې د امریکا هوايي بریدونو د ایران په جنوب کې د بندر خمیر، سیریک او قشم ټاپو ځینې ملکي سیمې هم هدف ګرځولې دي.
همداراز راپورونه وایي، د تهران په لوېدیځ کې د ایران هوايي دفاعي سیستمونه هم فعال شوي وو.
بل لور ته، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سنتکام ویلي، د هرمز تنګي په سیمه کې امریکايي سمندري ځواکونو د ایران له لوري د توغندیو، بېپیلوټه الوتکو او چټکو کښتیو له بریدونو سره مخ شوي، او امریکايي ځواکونو د راتلونکو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره ځوابي بریدونه کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایراني اهدافو بریدونه سپک غبرګون بللی او امریکايي رسنیو ته یې ویلي، اوربند لا هم پر ځای دی.
هغه وروسته خبریالانو ته وویل:«هغوی له موږ سره لوبه وکړه، موږ یې سخت ځواب ورکړ.»
ټرمپ همداراز ویلي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې ډېرې ښې روانې دي.

