د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې تهران د امریکا د ۱۴ مادو د سولې وړاندیز تر څېړنې لاندې نیولی دی.
نوموړي د سيانبيسي سره په خبرو کې ویلي چې ایران د دې وړاندیز ارزونه کوي.
تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس د سولې په هڅو کې د یوه پاکستاني سرچینې له قوله راپور ورکړی و چې امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې پاڼې هوکړهلیک په اړه یوې موافقې ته نږدې شوي دي.
دغه سرچینې د آکسیوس راپور هم تایید کړی او ویلي یې دي: «ډېر ژر به دا موضوع نهايي کړو، موږ نږدې شوي یو.»

