د پاکستان پوځ وايي، ځواکونو یې د خیبرپښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان کې پر یوې امنیتي پوستې د ځانمرګي برید هڅه شنډه کړې ده.
د راپورونو له مخې، بریدګر غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک موټر د اعظم ورسک بازار ته څېرمه پوځي پوستې ته ورسوي، خو امنیتي ځواکونو مخکې له دې چې هدف ته ورسېږي، موټر په نښه کړ او له هدفه لېرې وچاودېد.
پولیسو ویلي چې په چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او شاوخوا ۱۲ نور ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
همداراز نږدې ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.

