د خیبرپښتونخوا په چارسده ولسوالۍ کې د نامتو دیني عالم مولانا ادریس د وسلهوال برید ښکار کېدو راپورونه خپاره شوي دي.
ځایي سرچینې وايي، نوموړی نن سهار د نامعلومو وسلهوالو له لوري په ډزو ویشتل شوی او د پېښې په پایله کې یې ژوند له لاسه ورکړی، خو تر دې دمه رسمي بنسټونو د هغه د وژل کېدو پخلی نه دی کړی.
د عیني شاهدانو په وینا، برید د چارسدې ولسوالۍ په یوه ګڼې ګوڼې سیمه کې ترسره شوی.
مولانا ادریس په دې وروستیو کې هغه مهال د بحثونو محور ګرځېدلی و، کله چې یې د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر په ملاتړ څرګندونې کړې وې، چې له امله یې په ټولنیزو رسنیو او سیاسي کړیو کې پراخ غبرګونونه راپورته شوي وو.

