د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېټې ویاند ابراهیم رضایي ویلي، پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب لپاره مناسب هېواد نه دی او د باور وړ رول نه شي لوبولی.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې اسلاماباد په ډېرو مواردو کې د واشنګټن له پالیسۍ سره همغږی پاتې شوی او نه دی توانېدلی چې په خپلواک ډول پرېکړې وکړي.
د هغه په وینا، د منځګړیتوب لپاره هغه هېوادونه مناسب ګڼل کېږي چې بېطرفه دریځ ولري او د دواړو لورو باور ترلاسه کړای شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځ وروستۍ خبرې کومې پایلې ته ونه رسېدې.

