نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د فساد قضیې اړوند د محکمې ټاکل شوې غونډه نن په ناڅاپي ډول لغوه شوې ده.
د الجزیره د راپور له مخې، د نتانیاهو مدافع ټیم تېره شپه محکمې ته عاجل غوښتنلیک وړاندې کړی او د غونډې د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د محکمې ادارې په یوه لنډ بیان کې یوازې دومره ویلي چې «د نن ورځې غونډه به ترسره نه شي»، خو د پرېکړې په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
ټاکل شوې وه چې نتانیاهو په دې غونډه کې د فساد اړوند تورونو، چې پکې رشوت، درغلي او د عامه باور نقض شامل دي؛ په اړه یې خپل ځواب وړاندې کړي.
د دغو تورونو د ثابتېدو په صورت کې هغه تر لسو کلونو پورې د بند له سزا سره مخ کېدای شي.
دا قضیه، چې له اوږدې مودې راهیسې روانه ده، څو ځله د امنیتي او سیاسي تحولاتو له امله ځنډېدلې ده.

