د پاکستان د زنداني پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف (PTI) د بنسټګر عمران خان د پخوانۍ مېرمنې جمایمه ګولډسمېت له یوه پېژندل شوي میلیاردر پانګهوال سره د کوژدې خبرونه خپاره شوي دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، بریتانوۍ فلم لیکواله او مستندسازه جمایمه ګولډسمېت د آیرلنډ-اسټرالیايي میلیاردر پانګهوال کامرون اوو ریلي سره کوژده کړې ده.
ویل کېږي چې دواړه شاوخوا د یو کال راهیسې په اړیکه کې وو.
راپورونه زیاتوي، چې ۶۲ کلن کامرون اوو ریلي یو مشهور پانګهوال دی چې په بېلابېلو نړیوالو شرکتونو کې یې مهمې دندې ترسره کړې دي او همدا رنګه هغه د پخواني رسنیز میلیاردر انتوني اوو ریلي زوی هم دی.
جمایمه ګولډسمېت، چې مخکې د عمران خان مېرمنه وه، او له هغه یې دوه زامن هم لرل، د خپل شخصي ژوند له امله تل د رسنیو د پام وړ پاتې شوې ده.
سرچینې دا هم وایي چې د جمایمه کورنۍ له کامرون اوو ریلي سره لیدلي او دا اړیکه یې مثبته بللې ده.
نوموړې د خپل مسلک په اوږدو کې په ګڼو مهمو مستندو فلمونو او سینمایي پروژو کې کار کړی او په وروستیو کلونو کې یې د ټولنیزو او بشري حقونو اړوند فعالیتونه هم زیات شوي دي.

