آکسیوس د دوو سرچینو په حواله، چې د ایران له هغه وړاندیزه خبر دي چې ډونالډ ټرمپ ته وړاندې شوی، راپور ورکړی چې په دې طرحه کې د یوې میاشتې مهلت ټاکل شوی تر څو د داسې یوه تړون لپاره خبرې وشي چې موخه یې د هرمز تنګي بېرته پرانیستل، د امریکا سمندري محاصره پای ته رسول، او په ایران او لبنان کې جګړه په دوامداره توګه ختمول دي.
د دغو دوو سرچینو په وینا، د ایران د حکومت د وړاندیز له مخې، یوازې وروسته له هغه چې دا ډول تړون ته ورسېږي، بیا به یوه بله میاشت وروسته خبرې پیل شي تر څو هڅه وشي د اټومي پروګرام په اړه هم یو تړون ترلاسه شي.
بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې هېواد به یې ډېر ژر د ایران له لوري وړاندې شوې د جګړې پای ته رسولو نوې طرحه وڅېړي، خو په خبره یې دا طرحه ښایي د منلو وړ نه وي.
تر دې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې تهران واشنګټن ته ۱۴ مادهییزه طرحه استولې ده.

