د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فلوریدا په یوه وینا کې ویلي چې دا مهال له ایران سره د خبرو وضعیت ډېر ښه نه دی روان، خو ټینګار یې کړی چې هېڅکله به ایران ته د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړل شي.
ټرمپ ادعا کړې چې ایران کې روښانه مشرتابه نه شته او امریکا نه پوهېږي چې له چا سره خبرې وکړي.
د هغه په وینا:«په ایران کې داسې حالت دی چې څوک نه غواړي مشري پر غاړه واخلي.»
هغه زیاته کړې چې امریکا له نوي حکومت سره خبرې کړې دي، خو د ایران دننه د مشرتابه بدلون او ګډوډ وضعیت د مذاکراتو بهیر ستونزمن کړی دی.
ټرمپ ویلي چې امریکا په ډېر قوي موقف کې ده او که ایران اټومي وسله ترلاسه کړي، ښايي دا د اسراییل او د منځني ختیځ نورو سیمو پر وړاندې وکاروي، او حتی اروپا او امریکا ته هم ګواښ پېښ کړي.
هغه دا ادعا هم کړې چې ایران د کلونو راهیسې په سیمه کې فشار اچولی او هېوادونه لکه قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرین او کویټ یې اندېښمن کړي دي.

