سيانان راپور ورکړی، د امریکا حکومت پرېکړه کړې چې شاوخوا ۵۰۰۰ پوځیان به له جرمني څخه وباسي.
دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جرمني له لومړي وزیر فریدرتش مرتس سره لفظي شخړه وکړه.
مرتس د ایران پر وړاندې د امریکا جګړه “بې ستراتیژۍ” بللې وه او ویلي یې وو چې امریکا په دې جګړه کې کمزورې ښکاري.
د امریکا د جګړې وزارت ویلي چې دا پرېکړه اروپا کې د پوځي حضور د بیاکتنې وروسته شوې او تمه ده چې دا وتل به په راتلونکو ۶ تر ۱۲ میاشتو کې بشپړ شي.
سره له دې، امریکا به لا هم له ۳۰ زرو زیات پوځیان په جرمني کې وساتي، ځکه دغه هېواد د امریکا لپاره مهم پوځي مرکزونه لري.
راپور زیاتوي چې د ایران جګړې د امریکا او اروپایي متحدینو ترمنځ اختلافات زیات کړي، ځکه امریکا دا جګړه د ډېرو متحدینو له سلا پرته پیل کړې وه.

