فاکس نیوز په یو راپور کې وایي، چې د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسټ او د پوځ لوی درستیز ډن کېن د سنا مجلس ته حاضر شوي او د ایران جګړې، پوځي لګښتونو او د ۲۰۲۷م کال بودجې په اړه تر سختو پوښتنو لاندې راغلي دي.
راپور وايي، د ایران پر ضد روانو عملیاتو کې امریکا تر اوسه شاوخوا ۲۸ میلیارده ډالر لګښت کړی او پنټاګون د راتلونکي کال لپاره ۱.۵ ټریلیون ډالرو بودجه غوښتې ده.
بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ښايي له ایټالیا او هسپانیا څخه امریکايي ځواکونه وباسي، او دا پرېکړه لا تر غور لاندې ده.
د راپور له مخې، که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ اوربند اعلان شوی؛ خو لا هم سیمه کې تاوتریخوالی موجود دی.
بل لورته د اسراییلو دفاع وزیر یسراییل کاتز خبرداری ورکړی چې ښايي ژر بیا پر ایران پوځي بریدونه پیل شي.
فاکس نیوز ویلي، چې د هرمز تنګي کړکېچ د نړۍ د تېلو بازارونه اغېزمن کړي، او د ایران اقتصادي وضعیت هم خراب شوی، چې د دې هېواد د اسعارو ارزښت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
راپور زیاتوي چې امریکا د ایران پر وړاندې اقتصادي او پوځي فشار ته دوام ورکوي، خو په عین حال کې د سولې خبرو ته هم لاره پرانستې ساتي.

