د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د لبنان د پارلمان له مشر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې پر لبنان د اسراییلو د بریدونو درول د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د تفاهم یوه مهمه برخه وه.
هغه ټینګار کړی چې دا موضوع به په راتلونکو خبرو او سیاسي پروسو کې هم د ایران له خوا مهمه وبلل شي.
عباس عراقچي همدارنګه ویلي چې ایران به د حزبالله ملاتړ ته دوام ورکړي.

