د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هغه جنجالي پوسټ چې په ټولنیزې شبکې ایکس کې یې اسرائیل «سرطان» او «د بشریت لپاره لعنت» بللی و، له پراخو غبرګونونو وروسته حذف کړی دی.
هغه څو ساعته وړاندې په خپل پوسټ کې لیکلي وو: «اسرائیل شر دی او د بشریت لپاره یو لعنت دی؛ په داسې حال کې چې په اسلاماباد کې د سولې خبرې روانې دي، په لبنان کې نسلکشي روانه ده. بېګناه ملکي خلک د اسرائیل له لوري وژل کېږي؛ لومړی غزه، بیا ایران او اوس لبنان، او د وینې تویېدنه بېوقفې روانه ده.»
د پاکستان د دفاع وزیر همدارنګه زیاته کړې وه:
«هیله لرم او دعا کوم هغه کسان چې دا سرطاني دولت یې د فلسطین په خاوره کې د اروپايي یهودانو د خلاصون لپاره جوړ کړی، په دوزخ کې وسوځي.»
د نوموړي دا پوسټ د پراخو غبرګونونو وروسته حذف شو.
د یادونې ده چې په امریکا کې د اسرائیل سفیر، یخیل لایتر، په اېکس کې په یوه پوسټ کې د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي: «آیتالله ګانو د اسرائیل پر ضد د مرګ شعارونه ورکړل، او اوس یو تش په نوم منځګړی هم هماغه ژبه تکراروي. تاسو منځګړی نه یاست، بلکې خپله ستونزه یاست.»

