د روسیې دولتي اټومي شرکت روساتم اعلان کړی چې مسکو لا هم چمتو دی چې د ایران د لوړ غني شوي یورانیم د ستونزې په حل کې عملي رول ولوبوي.
د دې شرکت مشر الکسی لیخاچف وایي، که تهران رضایت ورکړي، روسیه کولی شي د یورانیم انتقال او د غنيکېدو کچه راکمه کړي، او په بدل کې ایران ته طبیعي یورانیم یا نور امتیازات ورکړي.
روسیې مخکې هم د ایران د غني شوي یورانیمو په انتقال کې رول لوبولی و، چې د برجام پر مهال یې شاوخوا ۲۵ زره پونډه (له ۱۱ زره ۳۰۰ کیلوګرامو څخه زیات) د ایران غني شوی یورانیم روسیې ته ولېږدول شول.
دا وړاندیز په داسې حال کې تازه کېږي چې تهران د غني کولو محدودیتونه رد کړي او واشنګټن بیا د هر احتمالي توافق لپاره د غنيکېدو بندول اساسي شرط بولي، چې دا چاره د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو ژوروالی ښيي.

