د پاکستان په پلازمېنه کې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې خبرو اترو د امنیت ساتلو لپاره په اسلاماباد او راولپنډۍ ښارونو کې د دوو ورځو لپاره عمومي رخصتي اعلان شوې ده.
د اسلاماباد ځایي چاروکو په وینا؛ د دغه ښار مهمو سیمو ته ورغلې ټولې لارې به په بشپړ ډول د تګراتګ لپاره تړلې وي.
له دې سره د پاکستان ټولې فدرالي ادارې به د پنجشنبې په ورځ تړلې وي او کارکوونکي به يې له کوره کار کوي.
بل لور ته رویټرز په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم له خولې خبر ورکړی، چې ایرانی پلاوی به د پنجشنبې په ماښام اسلاماباد ته د خبرو لپاره ورسېږي.

