د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره د جګړې تر اوربند وروسته اعلان کړی چې واشنګټن به هرمز تنګي کې د کښتیو د ترافیک د تنظیم لپاره مرسته وکړي او “مثبت اقدامات” به ترسره شي.
ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشیال دا اوربند “د نړیوالې سولې لپاره لویه ورځ” وبلله او ویې ویل چې ایران د جګړې له دوام څخه ستړی شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې امریکا به په سیمه کې پاتې شي، لوژستیکي ملاتړ به برابر کړي او د دې ډاډ به ترلاسه کړي چې وضعیت په سمه توګه پر مخ ځي.
هغه همداراز وویل چې د هرمز تنګي د ترافیک د کنټرول تر څنګ به اقتصادي فرصتونه هم رامنځته شي او ایران کولی شي د بیا رغونې بهیر پیل کړي.
دغه اوربند د ټرمپ له خوا ټاکل شوي ضربالاجل ته نږدې، یعنې د تنګي د نه پرانیستلو په صورت کې د احتمالي برید تر ګواښ مخکې، تر لاسه شوی دی.
بل لور ته، ایراني چارواکو اعلان کړی چې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو خوندي تګ راتګ به بیا پیل شي، خو د عملي څرنګوالي په اړه یې لا جزئیات نه دي ورکړي.
د یادونې وړ ده چې دغه ستراتیژیکه سمندري لاره د جګړې پر مهال عملاً تړل شوې وه، چې له امله یې د نفتو نړیوال بازارونه اغېزمن شول او اوس، د اوربند او د تنګي له بیا پرانیستلو سره تمه ده چې د منځني ختیځ صادرونکي وکولای شي هغه میلیونونه بېرله نفت بازار ته وړاندې کړي چې په سیمه کې بند پاتې وو.
د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۱۳۰ میلیونه بېرله خام نفت او ۴۶ میلیونه بېرله نور نفتي توکي په نږدې ۲۰۰ نفتکښتیو کې د انتقال په تمه دي.

