د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ نوې ډیپلوماټیکې خبرې د جمعې په ورځ په اسلاماباد کې ترسره شي.
د سرچینو په وینا، د ایران د پلاوي مشري به د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف کوي، او د امریکا استازیتوب به مرستیال ولسمشر جیډي ونس له لوري کېږي.
راپورونه ښيي چې تهران د خبرو لپاره یو ۱۰ مادهییز چوکاټ وړاندې کړی، چې پکې د اټومي پروګرام تر څنګ د سیمې امنیتي مسایل او د اوږدمهالو بندیزونو د ختمېدو غوښتنه هم شامله ده.
د ایراني سرچینو په وینا، دا وړاندیز د هغو بندیزونو پای ته رسولو ته هم اشاره کوي چې د څو لسیزو راهیسې پر ایران لګېدلي دي.

