چین او روسیې د بحرین له لوري د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې شوی پرېکړهلیک ویټو (رد) کړ، هغه سند چې د هېوادونو ترمنځ یې د هرمز تنګي کې د سوداګریزو کښتیو د خوندیتوب لپاره د همغږۍ غوښتنه کوله.
د راپورونو له مخې، بحرین لومړی داسې طرحه وړاندې کړې وه چې د دغه تنګي د بیا پرانیستلو لپاره یې د ځواک کارولو ته هم لاره هواروله؛ خو وروسته له دې چې فرانسې، چین او روسیې د دې متن مخالفت وکړ، تعدیل شوه او نرم دریځ یې خپل کړ.
سره له دې بدلونونو، بیا هم مسکو او بیجینګ دغه طرحه رد کړه، چې په دې سره د هرمز تنګي د وضعیت په اړه نړیوالې هڅې له خنډ سره مخ شوې.
دا پرېکړهلیک په داسې حال کې رد شو چې د ایران له لوري د دې حیاتي سمندري لارې تړل کېدو، د نړیوال اقتصاد پر بهیر ژور اغېز کړی دی.
دغه وضعیت وروسته له هغې رامنځته شو چې متحده ایالات او اسرائیل د تهران پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړل.
وړاندې د بحرین استازي جمال الرویعی ویلي وو، د هرمز تنګي تړل اقتصادي ترهګري ده او ټوله نړۍ یې له اغېزو متاثره شوې ده.

