د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، ایران د ډونالډ ټرمپ له وروستیو ګواښونو وروسته له امریکا سره مستقیم تماسونه پرې کړي، خو د اوربند په اړه خبرې لا هم د منځګړو له لارې دوام لري.
یادې ورځپاڼې د منځني ختیځ د څو چارواکو له قوله لیکلي چې دا اقدام د تهران له لوري د سیاسي فشار او ناخوښۍ د څرګندولو لپاره شوی، څو خپل دریځ روښانه کړي.
د راپور له مخې، سره له دې چې دې پرېکړې د ټاکلي ضربالاجل تر پوره کېدو مخکې د هوکړې ترلاسه کولو هڅې پېچلې کړې دي، خو مذاکرات په بشپړ ډول نه دي درېدلي او لا هم د منځګړو له لارې پر مخ روان دي.
یو چارواکي ویلي، ایران په دې کار سره غواړي دا پیغام ورکړي چې د مستقیم فشار لاندې خبرو ته نه حاضریږي؛ خو د ډیپلوماټیک حل دروازه یې لا نه ده تړلې.

