سه شنبه, اپریل 7, 2026
Homeکورپاڼهجی‌ډي ونس:له ایران سره خبرې روانې دي؛ خو پوځي اهداف مو پوره...

جی‌ډي ونس:له ایران سره خبرې روانې دي؛ خو پوځي اهداف مو پوره شوي

د امریکا مرستیال ولسمشر، جی‌ډي ونس ویلي چې هېواد یې تر ډېره د ایران پر وړاندې په روانه جګړه کې خپلو پوځي موخو ته رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا به د ایران سره خبرې اترې د هغه ټاکلي وخت تر پای پورې روانې وساتي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاکلی دی.

ونس وویل: «موږ نه غواړو داسې یو نظام چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.»

هغه ټینګار کړی چې د ایران پر وړاندې د جګړې مهمې پوځي موخې ترلاسه شوې دي او اوسنی پړاو د سیاسي او ډیپلوماتیکو هڅو دی.

هغه همداراز هیله ښودلې چې ایران به په دې حساس وضعیت کې له احتیاطه کار واخلي او داسې پرېکړې به وکړي چې د سیمې ثبات ته زیان ونه رسوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here