سعودي عربستان د سیمهییزو کړکېچونو د زیاتېدو په ترڅ کې، د احتیاطي اقدام په توګه د ملک فهد پل تګ راتګ بند کړ.
دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د زیربناوو د هدف ګرځولو ګواښونه وکړل او تهران هم د متقابل غبرګون خبرداری ورکړ.
د سعودي چارواکو ویلي، د ختیځې سیمې لپاره د بیړنیو خبرداریو له خپرېدو وروسته، د خلکو د خوندیتوب لپاره دا مهم پل لنډمهاله تړل شوی دی.
یاد پل چې سعودي عربستان له بحرین سره نښلوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازینۍ ځمکنۍ لاره ده او ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه هلته د امریکا پوځي حضور هم شته.

