دوشنبه, اپریل 6, 2026
Homeکورپاڼهراپورونه:تهران د واشنګټن د اوربند وړاندیز رد او خپل شرطونه یې اسلام...

راپورونه:تهران د واشنګټن د اوربند وړاندیز رد او خپل شرطونه یې اسلام آباد ته وسپارل

د ایرنا د راپور له مخې، ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز په رسمي ډول رد کړی او خپل بدیل دریځ یې د پاکستان له لارې وړاندې کړی دی.

د راپور پر بنسټ، د ایران ځواب چې په ۱۰ مادو کې ترتیب شوی، اوربند نه مني او پر دې ټینګار کوي چې جګړه باید د ایران د شرایطو او ملاحظاتو په رڼا کې په بشپړه توګه پای ته ورسېږي.

سرچینې وايي، تهران په خپل وړاندیز کې د سیمې د ټولو شخړو پای، د هرمز تنګي د خوندي تګ راتګ لپاره ځانګړی میکانېزم، د جګړې له امله د زیانمنو سیمو بیا رغونه او د نړیوالو بندیزونو لرې کول اساسي شرطونه ګرځولي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here