دوشنبه, اپریل 6, 2026
Homeکورپاڼهاسکای نیوز:ډونالډ ټرمپ د ایران سره د ۴۵ ورځني اوربند وړاندیز رد...

اسکای نیوز:ډونالډ ټرمپ د ایران سره د ۴۵ ورځني اوربند وړاندیز رد کړ

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي د اسکای نیوز عربي ځانګې ته ویلي چې ډونالډ ټرمپ د منځګړو له لوري د ایران سره د ۴۵ ورځني اوربند وړاندیز نه دی منلی.

تر دې وړاندې هم د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي یوې بلې امریکايي رسنۍ ته ویلي وو چې د ۴۵ ورځني اوربند طرحه یوازې د هغو انتخابونو له ډلې یوه ده چې د روانو خبرو اترو پر مهال تر بحث لاندې ده.

د سرچینو په وینا، د ایران او امریکا ترمنځ لا هم د کړکېچ د کمولو لپاره بېلابېل انتخابونه ارزول کېږي؛ خو تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here