د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د فرانسوي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې د امریکا د وروستیو ګواښونو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.
عراقچي ویلي، هغه ګواښونه چې د امریکا له لوري د ایران پر زیربناوو د بریدونو په تړاو مطرح شوي، د جګړې د جرم او نسلوژنې عادي کول دي.
نوموړي ټینګار کړی، که دا ګواښونه عملي شي، نو ایران به قاطع او سخت ځواب ورکړي.
وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، که ایران تر دوشنبې هوکړه ونکړي پر پلونو او زیربناوو د بریدونو سربیره به یې پر یورانیو د تسلط هڅه هم وکړو.

