د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی، د امریکا د ۱۵ مادېیز وړاندیز د جګړې د پای لپاره غیرعادي او غیرمنطقي وبلل.
نوموړي وویل، تهران خپلې غوښتنې بشپړې کړي، خو د اعلان مناسب وخت به خپله ټاکي.
بقایی ټینګار وکړ چې ایران د هیڅ فشار او ضربالاجل پرواګیر نه دی او د دې پلان ژر ځواب ورکول باید د تسلیمۍ په معنا ونه ګڼل شي.
هغه څرګنده کړه چې د منځګړیو له لارې خبرې د ضعف نښه نه ده او ایران چمتو دی هر وخت خپل موقف روښانه اعلان کړي.

