نیویارکټایمز راپور ورکړی، چې د امریکايي افسر د پټیدو ځای د ساتنې لپاره، سيآیای په ایران کې غلط معلومات خپاره کړل.
د راپور له مخې، د نسکورې شوې جیټ الوتکې افسر چې د پراشوټ له لارې یې ځان ژغورلی و، له ۲۴ ساعتونو زیات د ایراني ځواکونو څخه تېښته کړې او په ۷۰۰۰ فوټه لوړوالي کې پټ و.
د پنټاګون او سپینې ماڼۍ په لارښوونه، سلګونه ځانګړو ځواکونو په ګډه د ژغورنې عملیات ترسره کړل.
ټایمز لیکلي، سیمه لومړی د پوځ له خوا بمبار شوه او کمانډو ځواکونو د نژدې کیدو پر مهال ډزې وکړې، خو کوم غبرګون ونه ښودل شو.
یاد ا فسر وروسته، د درملنې لپاره له همغه ځایه کویټ ته انتقال شو.

