د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره د احتمالي سیاسي هوکړې لپاره خبرې روانې دي او ښايي دا بهیر تر راتلونکې دوشنبې پورې پایلې ته ورسېږي.
هغه له فاکس نیوز سره په یوه تازه مرکه کې وویل، تهران په مذاکراتو بوخت دی، خو که موافقې ته ونه رسېږي، امریکا به د فشار د زیاتولو لپاره نور اقدامات هم په پام کې ونیسي.
ټرمپ په جنجالي څرګندونو کې دا ادعا هم وکړه چې واشنګټن د کال په پیل کې د کردي ډلو له لارې د ایران دننه معترضینو ته وسلې استولې وې، خو دا وسلې تر ډېره د هماغو ډلو په واک کې پاتې شوې دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د هوکړې نه شتون په صورت کې به امریکا د ایران د نفتو د کنټرول هڅه وکړي.
په ورته وخت کې، هغه وویل چې د ایران اوسني مذاکره کوونکي د خبرو د اسانتیا لپاره له «محدود مصونیت» څخه برخمن شوي دي، خو د دې ادعاوو په اړه لا تر اوسه د ایران له لوري رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

