د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې چې د منځني ختیځ په څلورو هېوادونو کې یې د انرژۍ مهم بنسټونه په نښه کړي.
د سپاه په وینا، دغه بریدونه د اسرائیل په حیفا کې د سونتوکو پر تصفیهخانې، او د متحده عربي اماراتو، بحرین او کویټ په مهمو ګازي او پتروشیمي تأسیساتو ترسره شوي دي.
ایران وايي، دا عملیات د هغو بریدونو په غبرګون کې دي چې د کرج پر «پل بي۱» او د ماهشهر پر پتروشیمي صنایعو شوي وو.
سپاه پاسداران همداراز خبرداری ورکړی چې که پر ایران پورې تړلو اهدافو بریدونه دوام ومومي، نو د دوی د عملیاتو راتلونکی پړاو به “ډېر قوي او پراخ” وي.

